منځپانګې ته ورتلل

د میاشتني معاش مالیه

دا پاڼه د ډیټاکار د میاشتني معاش د مالیې نرخونه، فورمول، بېلګې او محدودیتونه تشریح کوي.

په دې پاڼه کې

لنډیز

د معاش مالیه طبقاتي محاسبه کېږي: د هرې طبقې نرخ یوازې د هماغې طبقې پر برخه تطبیقېږي، پر ټول معاش نه.

یادونه

محاسب له ناخالص میاشتني معاش څخه پیلېږي. د امریکايي ډالر په ټاکلو سره د تبادلې خانه ښکاري او د افغانستان بانک د نغدو پېرلو (Cash Buy) نرخ ترلاسه کېږي؛ کاروونکی یې بدلولای شي.

د مالیې نرخونه

د ۱۴۰۵ تعدیل له مخې د حقیقي اشخاصو کلنی معاف حد ۱۲۰٬۰۰۰ افغانی دی؛ میاشتنی حد یې ۱۰٬۰۰۰ افغانی کېږي. تر ۱۰٬۰۰۰ افغانی مالیه صفر ده؛ له ۱۰٬۰۰۰ تر ۱۰۰٬۰۰۰ افغانی پورې یوازې له ۱۰٬۰۰۰ پورته برخه ۱۰ سلنه مالیه لري؛ له ۱۰۰٬۰۰۰ پورته، ۹٬۰۰۰ افغانی ثابت مبلغ او د اضافي برخې ۱۵ سلنه جمع کېږي.

۰ تر ۱۰٬۰۰۰ ؋لومړۍ طبقه
۰٪
۱۰٬۰۰۰ تر ۱۰۰٬۰۰۰ ؋یوازې له ۱۰٬۰۰۰ پورته مبلغ
۱۰٪
له دې څخه زیات: ۱۰۰٬۰۰۰ ؋۹٬۰۰۰ ؋ + د اضافي مبلغ سلنه
۱۵٪

د محاسبې طریقه

Salary ≤ 10,000 Tax = 0
10,000 < Salary ≤ 100,000 Tax = (Salary − 10,000) × 10%
Salary > 100,000 Tax = 9,000 + (Salary − 100,000) × 15%

۹٬۰۰۰ افغانی د دویمې طبقې بشپړه مالیه ده: (۱۰۰٬۰۰۰ − ۱۰٬۰۰۰) × ۱۰٪. د لوړې طبقې ۱۵ سلنه یوازې له ۱۰۰٬۰۰۰ افغانی پورته مبلغ ته تطبیقېږي.

عملي بېلګې

بېلګه ۱معاش ۸٬۰۰۰ ؋
Tax = 0 ؋

معاش له میاشتني معاف حد ۱۰٬۰۰۰ ؋ څخه نه اوړي؛ نو مالیه صفر ده.

بېلګه ۲معاش ۳۵٬۰۰۰ ؋
(35,000 − 10,000) × 10% = 2,500 ؋
میاشتنۍ مالیه
۲٬۵۰۰ ؋
خالص معاش
۳۲٬۵۰۰ ؋
بېلګه ۳معاش ۱۵۰٬۰۰۰ ؋
9,000 + (150,000 − 100,000) × 15% = 16,500 ؋
میاشتنۍ مالیه
۱۶٬۵۰۰ ؋
خالص معاش
۱۳۳٬۵۰۰ ؋

ډالري معاش

اصلي واحد افغانی دی. د امریکايي ډالر په ټاکلو معاش او اضافي مبلغونه په ډالر لیکل کېږي. ناخالص معاش په افغانی = ډالري معاش × د تبادلې نرخ. طبقات په افغانی تطبیقېږي. په دې اپ کې ډالري پایله اصلي او افغاني معادل یې لاندې ښودل کېږي. د افغانستان بانک Cash Buy نرخ یوازې د ډالر په ټاکلو ترلاسه کېږي؛

د مالیې د محاسبې لپاره افغانیو ته بدلول Gross Salary (؋) = Salary ($) × Exchange Rate
یادونه

که مناسب نه وي یا ترلاسه نه شي، د ادارې یا سند معتبر نرخ په لاس ولیکئ.

اضافي محاسبې

د اضافي محاسبو برخه په پیل کې تړلې ده. د مالیې وړ اضافي عاید، لکه کمېشن یا فیس، له معاش سره جمع کېږي. قانوني غیرمالیاتي عاید یوازې د قانوني بنسټ یا معتبر سند په شتون کې له مالیاتي مبنا کمېږي. د معاشاتو نور کسرونه (Payroll Deductions) مالیاتي معافیت نه جوړوي؛ یوازې وروستۍ ورکړه کموي.

د مالیې بنسټTaxable Income = Salary + Additional Taxable Income − Legally Non-taxable Income

په ډالري حالت کې ټول اضافي مبلغونه هم په ډالر ولیکئ؛ له طبقو مخکې افغانی ته بدلېږي.

وروستۍ ورکړهFinal Pay = After-tax Pay − Payroll Deductions

د پایلې ګردول

مالیه او خالص معاش له بشپړې محاسبې وروسته تر دوو اعشاري رقمونو ساتل کېږي، څو په منځنیو پړاوونو کې ګردول پایله بدله نه کړي.

محدودیتونه او ټکي

دا وسیله میاشتني معاش ته ده. غیرمالیاتي عاید قانوني بنسټ غواړي؛ د معاشاتو داخلي کسرونه معافیت نه جوړوي. ځانګړي قراردادي معافیتونه او مالیاتي حالتونه په اتومات ډول نه پېژندل کېږي. د تبادلې نرخ د اړوندې ادارې یا تادیې له سند سره برابر کړئ. دا مستندات د ډیټاکار طریقه تشریح کوي؛ د مالیاتي ادارې رسمي هدایت نه بدلوي.

سرچینې

نرخونه د ۱۴۰۵ مالیاتي تعدیلاتو له لارښود سره سم دي: د حقیقي اشخاصو کلنی معاف حد ۱۲۰٬۰۰۰ افغانی او د راتلونکو طبقو نرخونه ۱۰ او ۱۵ سلنه دي. د میاشتني جدول لپاره د لارښود چاپي ۳ مخ، د PDF ۷ مخ وګورئ.